خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې نږدې ٣٠٠ سیمه ییز ټولګي جوړ شول

کابل، د وري ۱۱ مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د وایفا موسسې له خوا ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یادې موسسې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د لوګر پوهنې ریاست په برخه کې خپل فعالیت پیل او له زده کړو پاتې شویو ماشونو ته یې ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته