امنیت

مقامات هلې ځلې کوي چې تښتول شوي انجنيران آزاد کړي .

کابل باختر دزمري  شپږ ويشتمه :
په بغلان ولايت کې د کانونو وزارت دتښتول شويو انجنيرانو د برخليک په باب تراوسه پورې کوم خبر نه دى ترلاسه شوى. خو د سپرلۍ موټر يې نن د وسله والو طالبانوله خوا وسوځول شو.
وسله والو طالبانو دکانونو وزارت درې تنه انجنيران او يو موټر چلوونکى دسپرلۍ له موټر سره يې دوه ورځې مخکې هغه وخت وتښتول چې د دندې دترسره کولو لپاره د سيغان اوکهمرد ولسوالۍ ته روان و.
د تاله اوبرفک ولسوالۍ امنيه قوماندان او سرپرست څارمن کريمداد نن باخترآژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو تښتول شوي کسان د پژمان درې ته  ليږدولى دي. خو د سپرلۍ موټر ته يې نن سهار اور واچاوه .
ده وويل: هلې ځلې کوي چې د مخورو او قومي مشرانو له لارې تښتول شوي انجنيران د وسله والو طالبانوله بند څخه وژغوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته