کابل باختر د زمري ٢٧مه
د وسله والو طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر کې ووژل شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د پل علم په مرکز قله سرسنګ سيمه کې له ملي پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والوطالبانو يوسيمه ييز سرګروپ هم شامل دى.
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ