خبرونهامنیتټولنه

په لوګر کې د اوبو د وېش پر سر نښته کې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شودی

کابل / د ثور ۱۱ مه / باختر

د لوګر امنیتي مسوولین  وايي، په لوګر کې د کرنیزو اوبو د وېش پر سر په وسله واله نښته کې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه تيره شپه ددغه ولايت دمحمدآغې ولسوالۍ په دره کلي کې رامنځته شوه .

د انس د څرګندونوله مخې ، د دې پېښې عاملین د سخي جان او غلام رسول په نومونو دوه وروڼه دي.

ويل کيږي چې دامنيتي مامورينو له خوا ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى .

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته