Uncategorized

په لوګرکې د بيان او وينا کولو د فن ورکشاپ جوړشو

کابل / د لېندۍ۲۳مه /باختر
په لوګرکې د بيان او وينا کولو د فن ورکشاپ جوړشو.
دغه ورکشاپ د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو د چارومديريت له خواجوړشوی و.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس رفيع الله صميم باختراژانس ته وويل په دې ورکشاپ کې٢٠ ځوانانو په ١٥ ورځوکې د بيان او د وينا کولولارې چارې زده کړې.
هغه د خطاطۍ، دبيان فن او د کمپيوټر په برخه کې د زياتو روزنيزو پروګرامونو د جوړولو خبر ورکړ او له ځوانانو يې وغوښتل چې د دغو ورکشاپونو له وړيا زده کړو له فرصتونواستفاده وکړي.
استادعبيد الله صديقي د دغه روزنيز ورکشاپ د جوړولو هدف د بيان او د ويناکولو په برخوکې د ځوانانو د ځواکمنۍ وده وبلله.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته