کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۴۲۸ قلمه تاریخ تېره درملو د راټولولو او سوځولو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو د راټولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لوري په مرکز او ولسوالیو کې راټول کړل شوي ۴۲۸ قلمه درمل چې ټولیز ارزښت یې یو میلیون۷۷۳ زره ۵۵۸ افغانۍ کېږي سوځول شوي دي.
نوموړي له هټيوالو، دوکاندارنو او درملو پلورونکو وغوښتل، چې تاریخ تېره او بې کیفیته توکي ونه پلوري.