-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
د لغمان د کرنې اواوبو لګولود رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د(ام ) د ونو رواجول او روزنه مثبته نتيجه ورکړې ده .اوبزګران هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې د ( ام ) بڼونه جوړکړي .
د لغمان د کرنې اواوبو لګولورييس محمد جميل خوشحال باختراژانس خبريال ته وويل چې پريمانه اوبه اود دغه ولايت ښه خاوره او هوا ددې سبب شوى دى چې د ( ام ) له ونو څخه ښه حاصلات ترلاسه شي. چې دغه موضوع د بڼوالواوبزګرانو د هڅونې سبب شوى دى.
هغه وويل چې د لغمان په مرکز مهترلام برسيره د دغه ولايت په اليشنګ ، الينګاراو د قرغيو په ولسواليو کې د( ام ) ونې اېښودل شوي دي او د لغمان د کرنې اواوبولګولورياست په پام کې لري چې په نورو ولسواليو کې هم د ام د نيالګيو اېښودل ترويج کړي .
هغه زياته کړه چې د لغمان ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست په دې برخه کې له بڼوالو اوبزګرانو سره همکاري کوي .اوله همدې امله فني کارکوونکي له بزګرانو سره د مرستې او همکارۍ په خاطر موظف شويدي. ختم_ج – اکرم
1 1 دقیقه لوستل