خبرونهامنیت

په لغمان کې څه دپاسه ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

۱۸- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په لغمان کې د نويو جګړو په بهير کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې په وروستيو ٢٤ ساعتو کې په اليشنګ او دولت شاه ولسواليو او مهترلام ښار ته څېرمه رامنځته شوې دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ په جګړو کې د وسله والو طالبانو د څو قوماندانانو او پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو ته د سر زيات زيان په دولت شاه ولسوالۍ کې اوښتى دى، چېرته چې له درېيو ورځو راپدېخوا د ډار اچونې پرخلاف د عملياتو ډګر دى.
تېره شپه يوې ډلې يرغلګرو پر افغان ځواکونو بريد وکړ چې په خپل وخت د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د لومړي لوا قوماندان بريد جنرال زلمي نبرد باختر آژانس ته وويل چې په پېښو کې ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧ نور یې ټپيان شول.
هغه تاييد کړ چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو يو مسوول قاري همت او د ملا حليم، ملا توفان، ملا قدرت، ملا مالک او ملا منيب په نومونو د وسله والو طالبانو سيمه یيز قوماندانان او ٧ پاکستاني جګړه ماران په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
زياتره دغه وسله وال طالبان په هوايي بريدونوکې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د وسله والو طالبانو يو سيمه یيز قوماندان له ٧ ملګرو سره يې په لغمان کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو .
هوايي ځواکونو پر مولوي حقمل تېره شپه ناوخته کله يې چې غوښتل د اليشنګ ولسوالۍ په يو سړک ماين ښخ کړي، بريد وکړ.
په يو بل خبر کې کې ويل شوي دي چې درې وسله وال طالبان په لغمان کې د ملي امنيت له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د لغمان د مرکز مهترلام ښار د بدي آباد په ساحه کې هغه وخت ونښته چې وسله والوطالبانو د ملي امنيت پرځواکونو چې په عملياتوبوخت وو؛ بريد وکړ.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي چې په دې جګړه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧نور یې ټپيان شول.
د هېواد هوايي ځواکونو د لغمان په ځينو سيمو کې د دغو وسله والو طالبانو پر پټنځيو بريدونه وکړل او شپږ پټنځي يې له ټولوجنګي وسايلو سره يې دړې وړې کړل.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې په وروستيو ٢٤ ساعتو کې د لغمان په ځينوسيموکې د وسله والوطالبانو بريدونو ته مناسب ځوابونه ورکړي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته