خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې د ۴ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د لغمان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د قومونو په مرسته د ۴ کیلو متره سړک د رغولو چارې د پیل خبرورکړی دی.

د لغمان د قرغيو ولسوال قاري زاهدالله فاتح د باخترآژانس خبریال ته وویل،  چې دغه سړک د سيمې د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت له اندوره تر بولانه د ۴ کيلومترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور جوړېږي چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

بل لور ته د سيمې اوسېدونکو په استازيتوب انجنير زمريالي او ملک سميع الله په خپلو خبرو کې له مسولينو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې یاد سړک په جوړېدو سره  کولای شي خپل روغ، رنځور او کرنيز حاصلات په ښه توګه  تر عمومي سړک ورسوي.

د يادونې وړده چې تر دې وړاندې د همدې ولسوالۍ د زيړانيو سيمې اوسېدونکي هم خپلمنځي ناسته کړې وه او د قرغيو ولسوال ته یې ډاډ ورکړى و چې دوى به د خپلې سيمې ١١ کيلومتره سړک پخوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته