ورزش

دهېواد دفوټبال دغوره ليک دسياليو دوام

کابل باختر دوږي دمياشتې يو ٣١ نيټه :
دتوفان هريرود اودسيمرغ البرز دفوټبال دټيمونو ترمنځ  لوبه برابره پاى ته ورسيده.
دهېواد دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ پرون دسيمرغ البرز او د توفان هريرود دټيمونو ترمنځ لوبه د يوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته  ورسيده.
دسميرغ البرز ټيم په دې لوبې سره دڅلورو امتيازونو څښتن شو او د توفان هريرود ټيم يو امتياز لري اودتوفان هريروددټيم دحذف امکان زيات شوى دى.
دسميرغ البرز دټيم مدافع قيس رحيمي دلوبې په پنځمه دقيقه کې ګول وواهه او له بله پلوه دتوفان هريرود ټيم دلوبې په  ١٨ دقيقه کې خپل سيال ته ځواب ورکړ ، دغه ګول غلام رضا ايوبي وواهه .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته