کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره ترافیکي پېښو کې یو تن مړ شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان په مربوطاتو کې د ۸ ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یوسفزي زیاته کړه، چې له یادو ترافیکي پېښو څلور پېښې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند شهرا سیمه کې، دوه په الیشنګ ولسوالۍ کې او دوه د مرکز مهترلام په سیمو کې رامنځته شوي دي.