ټولنه

دمکروريانونو اوسيدونکي باج ورکوي .

کابل باختر د مرغومي  دويمه :
دمکروريانونو له اوسيدونکو څخه باج  اخستل کيږي .
دمکروريانونو زياتره اوسيدونکي دخپلو کورونو دمرکز ګرميو دبې کيفيت والي  له امله سرټکوي  اوادعاکوي چې کال په کال  دخپلو کورونو د مرکز ګرميو اجورې په نامه  باج ورکوي او زياتې پيسې له دوى څخه اخيستل کيږي .
دکابل ښار ددويم مکروريان دڅوارلسم بلاک اوسيدونکي سيد هشام دباختراژانس خبريال ته وويل: په مرکز ګرمۍ  سره له يوې خوا داستوګنې خونې نه توديږي  او له بله پلوه کال په کال له دوى څخه زياتې پيسې  اخيستل کيږي .
ده وويل :په ځينو خصوصي ښارګوټو کې هم په ژمي  کې اپارتمانونه دمرکز ګرميو په واسطه توديږي او ددې تر څنګ چې ښه کفيت لري له اړوندو اوسيدونکو څخه کمه اجوره هم اخيستل کيږي .
دمکروريانونو يو زيات شمير اوسيدونکي په دې باور دي چې دمکروريانونو دجوړولو او څارنې اداره له دوى څخه باج اخلي او ددوى دکورونو د مرکز ګرميو دفعاليت دبندولو غوښتنه کوي
ددريم مکروريان له شپږ ديرشم  بلاک څخه نجيم وايي چې له نښو نښانو څخه داسې  بريښې  چې دمسوولينو دناوړې استفادې لپاره څرګند چلندونه شته ځکه دمکروريانونو زياتره اوسيدونکي دمرکز ګرمۍ له خدمتونو څخه خوښ نه دي او خپلې خونې دبريښنا په انرژې  اويا داوبلن ګازو په کارولو سره تودوي .
  خو دمکروريانونو دجوړلو او څارنې مسوولين دمرکز ګرمۍ  ددستګاو په فعاليت ټينګار کوي له زياتو هڅو سره سره مو ونه کړاى شول چې په دې برخه کې دمکروريانونو دجوړولو او څارنې دمسوولينو ځواب ترلاسه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته