خبرونهامنیت

په قندهار کې د وسله والو کسانو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

– کابل/ د ثور٢يمه/ باختر

د قندهار ځايي چارواکو په عامه ځایونو کې په شخصي جامو کې  د وسله والو کسانو پرګرځيدو بنديز ولګاوه.

دغه تصميم د ترهګریزو بریدونو او همدا رنګه د جنايي جرمونو د مخنیوی په موخه نيول شوی دى.

د قندهار والي محمد يوسف وفا وايي، چې هيڅوک حق نه لري په  عمومي اماکنو کې په شخصي جامو کې له ځانه سره وسله وګرځوي.

والي ویلي چې يوازي امنيتي ځواکونه په شخصي جامو کې کولاى شي په ښار او ولسواليو کې تګ راتګ وکړي.

دغه راز د قندهار د والي په لارښوونه امنيتي ځواکونه يوازې د خپلې حوزې په محدوده کې کولاى شي له وسلې سره تګ راتګ وکړي او امنيتي فعاليت ترسره کړي.

دا اقدامات په داسې حال کې ترسره  کېږي چې په دې وروستيو کې په  قندهار کې هدفي وژنې او جنايي جرمونه زيات شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته