ټولنه

په فرخارکې کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه د سېلاونو له خطرڅخه خوندي شول

کابل / د سلواغۍ ۲۲ / باختر
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د۱۲۶ مترد يو ساتنيزدیوال د جوړولو کاربشپړاو نن پرانستل شو.
د تخار د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړچې دغه ساتنیزدیوال د فرخار د جنګل ګزای په کلي کې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ساحوي انسجام له ملي بودجې څخه د څه نا حه ۹ میلیونو ۹۶۰ زره افغانیوپه لګښت جوړشو.
د دغه دیوال په جوړولوسره د دغې ولسوالۍ په جنګل ګزای کلي کې څه نا څه ۲۰۰۰ کرنیزې ځمکې، په سلګونو بڼونه او د استوګنې کورونه د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شوي دي.
د سیمې د پراختیايي شورا رییس قمرالدین د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست له کړو وړو او فعالیتونوڅخه په مننې سره وویل: پخوا د دغې کلي خلک د موسومي سېلاونو له ګواښ څخه ځورېدل او هرکال د خلکو په سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه د سېلا ونو له امله ویجاړېدل چې د دغې پروژې په بشېړېدوسره د سېلاونوله خطرڅخه وژغورل شول.
د فرخار ولسوالۍ د جنګل ګزای کلي اوسېدونکی عبدالرحیم د سیمې د شورا رییس د خبرو په تاییدولوسره وویل چې پخوا د دغې سيمې اوسېدونکي هرکال د خپلو ځمکواو بڼونود ساتلولپاره ډبرین دیوال جوړاوه چې د سېلاونو د څپانده کېدوله امله دغه دیوال ویجاړېده او د خپلو ځمکو یوه برخه له لاسه ورکاوه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته