کابل / د غوايي ۱۹ مه / باختر
په فراه کې پرون په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د فراه ولايت يوه سيمه یيز مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ د سور او شوراب په لویه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له يو ٤٠٤ ډوله موټر سره ټکر وکړ .
هغه وویل چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
نوموړي د پېښې علت د ۴۰۴ ډوله موټر د چلوونکي بې احتياطي او له ترافيکي قوانينو څخه سرغړونه وبلل او ويې ويل، چې د ۴۰۴ ډوله موټر چلوونکى نیول شوی دی.
د یو بل خبرله مخې؛ د نیمروز ولایت د زرنج – دلارام پر لویې لارې د یوه موټرد چپه کېدو په پېښه کې ۲ تنه ټپیان شول.
د نیمروز د ترافیکو یو مسوول د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه پېښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې یو موټر د زرنج – دلارام پر لویې لارې له واټ څخه ووت او چپه شو.
هغه د دغې پېښې علت د چلوونکي بې احتیاطۍ وبلله.
ع