روغتیا

په بادغيس کې نرس قابلې وروزل شوې.

کابلباختر د ثور٢٩
دبادغيس ولايت دنرس قابله ګى له انستيتوت څخه ٢٤ تنو ښځو اونجونو دفراغت سندو نه ترلاسه کړل.
په هغو مراسمو کې چې له همدې ا مله د بادغيس ولايت د عا مې رو غتيا رياست په تالار کې پرځاى شوى وو ددغه ولايت والي احمد اله عليزي ددغونرس قابلو فراغت ،ميندو اونويو زيږيدلو ماشومانو ته د رو غتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې يو اغيزمن ګام و باله او له هغوى څخه يې وغو ښتل هغه څه يې چې په دې روزنيزه دوره کې زده کړي دي د ميندو اودنويو زيږيدلو ماشو ما نو دستو نزو د حل کولو په لاره کې وکاروي .
په دغو مراسمو کې دبادغيس ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالفريد طارق وويل، دا ددغه ولايت د نرس قابلګي له انستيتوت څخه د نرس قابلو دفراغت څلورمه دوره ده اودغه نرس قابلې په لرو پرتو سيمو کې په دندو ګومارل کيږي .
په بادغيس ولايت کې د نرس قابلګي انستيتوت په ١٣٨٠ کال کې جوړ شوى دى او تر اوسه پورې نوي تنه نرس قابلې يې روزلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته