خبرونهټولنه

په فاریاب کې نږدې شپږ سوه زره کسان د خوړو نړیوال پروګرام څخه برخمن شوي دي

کابل/ د وري٢٥ مه / باختر
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د۲۰۲۲ کال له پیله یې په فاریاب کې ٥٨٨ زره ٦٦٤ کسانو ته خوراکي توکي وېشلي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د خوړو نړیوال سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې وروستیو کې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۲۷ زره کورنۍ له دغه پروګرام څخه برخمنې شوې دي.
دغه بنسټ وايي چې د فاریاب سربېره یې په بادغیس، لغمان او نیمروز ولایتونو کې هم زرګونه کورنیو ته خوراکي توکي وېشلي دي.
د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او خوراکي توکو د کمښت په اړه اندېښمن دی او د ټولو اړمنو کورنیو د مرستې لپاره بودجه او اسانتیاوې نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د پراختیا لپاره زياته بودجه د دوى په واک کې ورکړي
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته