خبرونهاقتصادټولنهTOP

په غزني کې ۴ صنعتي پارکونه جوړېږي

کابل، د کب ۲مه، باختر

د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز کې له ښار څخه لرې د ۴ صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځایونه په ډاګه کړي دي.

د دغه ولایت والي حافظ محمد امین جان په وینا یاد صنعتي پارکونه د غزني د مرکز اړوند په سفنده، پېرکه، او تلخک دښت سیمو په سلګونه جریبه ځمکه کې جوړېږي.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرې وزارت د پارکونو عمومي رئیس قاری عبدالمجید قیام دغه صنعتي پارکونه د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته ښه زېری وباله او ویې ویل چې ورسره به د سیمې زرګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو صنعتي پارکونو د ځمکو وېش به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ترتیب او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له منظورۍ وروسته به یې چارې عملي پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته