کابل/ د ليندۍ٥مه / باختر:
په غزني ولايت کې پنځه کسان په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د ناور ولسوالۍ په سردکوه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکي بس له سړک څخه ووت او چپه شو.
دغزني د ترافيکو ادارې يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل؛ په دې پېښه کې ٥ کسان ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول.
په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ددغې پېښې علت د موټرچلوونکي ګړندى تګ بلل شوى دى.
په غزنې کې د درملنې د مرکز ډاکترانو د دغې پېښې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
| ذ