خبرونهټولنه

په زابل کې لېوني سپي ډېر شوي دي

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر

زابلیان وايي چې په دغه ولایت کې لېوني سپي زیات شوي چې خلک او ماشومان یې هم داړلي دي.

د زابل ولایت خلک شکایت کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لیوني سپي ډیر شوي چې ماشومان او عام خلک یی داړلي دي.

دوی د ښاروالۍ او عامي روغتیا ریاست له مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې دغه لیوني سپي له منځه یوسي.

د زابل د ولایتي روغتون آمر ډاکتر محمد داود مجیدي وایي چې د مرکز کلات، شاه جوی او مېزانې ولسوالیو څخه له دوی سره د لېونیو سپيو د داړلو پنځه پېښې ثبتې شوې دي.

نوموړی د عامي روغتیا له وزارت څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره د دغه ویروس ضد واکسینو همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د زابل ښاروال مولوي لطیف الله لطیفي وايی په پلان کې لري چې له عامې روغتیا ریاست سره په ګډه  د لېونیو سپیو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړي.

لطیفي له خلکو څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه له دوی سره همکاري وکړي او هر ځای چې لیونی سپی ویني، نو دوی دې په جریان کې کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته