خبرونهټولنه

په زابل کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پاسپورت مدیریت ته نوې ودانۍ جوړیږې

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د زابل امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د پاسپورت مدیریت ته د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د پاسپورت مدیر ملا رحیم الله ثاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاده ودانۍ به دوو پوړونو کې جوړه او د یاد مدیریت په ورځنيو چارو کې به اسانتیا راولي.
په ورته وخت کې د دغه پروژې انجنیر د ودانۍ د معیاري جوړولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ودانۍ به د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر یوه کال په جریان کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونو د بیارغونې پروژې تر سره شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته