خبرونهاقتصاد

په زابل کې د کرومایټ ډبرو له کانونو په ښه ډول استخراج روان دی

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو کانونو استخراج کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او اوسمهال ترې په نورمال ډول استخراج روان دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همايون افغان په زابل کې رسنیو ته وویل، چې دا مهال په یاد ولایت کې د کرومایټو ۳ قراردادونه د ۵ کلونو لپاره کورنیو شرکتونو ته ورکول شوي او په ښه توګه ترې استخراج روان دی.

په ورته وخت کې یو تن قراردادي عبدالسلام بشرمل وویل، چې د کار له پیله تر اوسه یې ۱۷ زره ټنه کرومایټ را ایستلي.

په همدې حال کې په دې کانونو کې یو شمېر بوخت کسان له اسلامي امارت غواړي چې په راتلونکي کې د نورو شته کانونو استخراج لړۍ هم پیل کړي څو د دوی په څېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته