خبرونهامنیت

په زابل کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه څه باندې ۴۰۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومې ۶مه، باختر

زابل ولایت کې د پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه څه باندې ۴۰۰ پولیس له ۹ میاشتنی تخنیکي، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول.

د یادو پولیسو د فراغت غونډه کې د  یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال مولوي نجم الهدا محمود خپلو خبرو کې فارغ شویو پولیسو ته مبارکي ورکړه او دوی ته يې سپارښتنه وکړه چې ټولنیز حقوقو ته دې درناوی وکړي او عامو وګړو سره دې ښه چلند غوره کړي.

هغه زیاته کړه چې له یاد ښوونیز مرکز څخه ۴۲۳ پولیس له ۹ میاشتنیو تخنیکي، مسلکي، روغتیایي، او عقيدتي زده کړو وروسته فارغ شوې دي.

په ورته وخت کې دوه تنه فارغ شویو پولیسو یادې زده کړې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د دې دورې په سرته رسولو سره د دوی په وړتیاوو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

هېره دې نه وي چې د غونډې په لړ کې بېلابېلو برخو دغو فارغ شویو خپلې وړتیاوې او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته