خبرونهورزش

په روزګان کې د کرېکټ سیالۍ د ظفري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۱۴ مه، باختر

په روزګان کې د قدرت نور افغان ساختماني او تجارتي شرکت له لوري د کرېکټ ۳۰ ورځۍ پیل شوې سیالۍ د ظفري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د قدرت نور افغان ساختماني او تجارتي شرکت مسوول حکیم الله نورزي په مالي ملاتړ د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د امن او بیا رغونې په نوم د کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ د ظفري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د روزګان د کرېکټ امر خیر الله افغان د یاد شرکټ له مسوولینو مننه وکړه چې په خپل مالي ملاتړ یې روزګاني ځوانانو ته د کرېکټ په برخه کې زمینه برابره کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې یادې سیالۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې وې او پای لوبه ته یې احمدي او ظفري لوبډلو لاره موندلې وه ظفري لوبډلې مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د یادونې وړده، چې تردې وړاندې هم یاد شرکت په روزګان کې د کرېکټ په برخه کې ملاتړ کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته