کابل، د سلواغې ۱۰ مه، باختر
د روزګان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز اړوند عمري بازار کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په ورته وخت کې د روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس هم منې چې په دي ولايت کې د سېلابونو له امله عام خلک زيانمن شوي او د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د مرستو ډاډ ورکوي او له موسسو څخه هم غواړي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي هم د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه وايي چې د تېرو ۲ ورځو په بهیر کې د سېلابونو له امله يې کورونه ویجاړ او ۹ زره کیلو وچ بادام یې له منځه تللي دي.