نړۍ

په پاکستان کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو

اسلام آباد تربيون باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دپاکستان په کراچۍ ښارکې دپوليسو اودپاکستاني طالبانو دتحريک دافرادو ترمنځ  متقابلو ډزو کې   دپاکستاني طالبانو دتحريک قوماندان عابد موچر  په ګډون څلور تنه ووژل شول او څو تنه پوليسان ټپيان شول.
باختر آژانس  دتربيون دخبري سايت له خولې خبر راکړ : چې دپاکستاني طالبانو دتحريک افرادو دکراچۍ   په مشرف  کالوني ناحيه کې دپوليسو په رنجر موټرونو  ډزې وکړې اولاسي بمونه يې وکارول  .
دغو پوځي مليشو  دپوليسو په غچ اخيستونکي اقدام کې ووژل شوې  او ددوى په پټنځيو کې يوه اندازه وسله هم دپوليسو لاسته ورغلې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې : دغو مليشو پخوا په کراچۍ ښارکې له امنيتي ځواکونو سره  نښتې کړې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته