خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت یو پُل جوړ شو

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د دایکنډي د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي توګه یو پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ملا عصمت الله کرامت وویل چې دغه پُل د شهرستان ولسوالۍ په آوری مزار سیمه کې د لذیر رود پر سر د یو.ان.سي.اچ.آر موسسې په مالي ملاتړ د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت په پاخه ډول جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت موخه د خلکو او ولس لپاره خدمت کول دي او دې برخه کې هڅې کوي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د دغه پُل پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې له دې وړاندې د تګ راتګ برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته