امنیت

د ملي اردو د روزنې بهير مثبت وبلل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
په هرات ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو بهير د ناټو د قوماندان له خوا مثبت وبلل شو.
په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان جنرال کمبل چې د ظفر قول اردو د سرتيرو د مسلکي زده کړو بهيرکتلى دى؛ وايي: دملي اردو د سرتيرو د مسلکي تعليماتو پرمخ بيول ملاتړ ته اړتيا لري.
جنرال کمبل په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ملکي سفير ورسره و؛ د ٢٠٧ ظفر قول اردو له مشرتابه سره له کتنې وروسته تعليمي مرکز ته لاړ او اعلام يې وکړ چې نړيواله ټولنه د ملي اردو د ښوونې او روزنې له بهير سره په ملاتړ ژمن دى .
د تعليمي مرکز قوماندان ډګروال محمد يوسف وردګ د ملي اردو د پرسونل د ښوونې او روزنې د حالت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: اوس د ملي اردو ١٥٠٠ تنه نوي سرتيرې، بريد ملان او افسران د مسلکي تعليماتو په زده کړې بوخت دي .
دى وايي: د تعليمي مرکز استادان د هر راز مسلکي تعليماتو د پرمخ بيولو وړتيا او ظرفيت لري.ده د مسلکي زده کړو بهير او د ماينونو د کشف او شنډولو څرنګوالي وکوت.
دغه روزنيزه دوره د ظفر قول اردو د انجنيرۍ د مدير ډګروال نورالله تر نظر لاندې ترسره کيږي.
دغه راز دناټو قوماندان او ملګري هيئت يې د ظفر قول اردو لوژيستيکي او د عينياتو ډيپوګانې او ورکشاپونه وکتل او د وسلو او وسايطو په ترميمولو، د ملي اردو په جزوتامونوکې د لوژيستيکي عينياتو د وارداتو لګښت په برخوکې منل شويو نړيوالو پاليسيو د رعايتولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده؛  دا څلورم ځل دى چې د ناټو قوماندان جنرال کمبل د ظفر قول اردو بېلابېلې څانګې ګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته