خبرونهاقتصاد

په دايکنډي کې د لسګونو کرنیزو پروژو کار پيل شو

۴۱- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د دايکنډي د کرنې او اوبولګولو رياست نن په دغه ولایت کې بېوزلو بزګرانو ته د هر اړخيزو زراعتي مرستو او معشيتي پروژې پرانیستلې.
د دايکنډي د کرنې او اوبولګولو رييس باختر آژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې د اوبو د زېرمو او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
هغه وايي چې دغه پروژې د ملګرو ملتو سازمان د کرنې او خوړو برخې په مرسته دڅه دپاسه ١٥ میليونو افغانيو په لګښت تطبيقېږي.
هغه زياته کړه: د دغو پروژو د کار په پيل سره ١٤٥٠ کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.
د کرنې رییس وویل چې دغه پروژې د دايکنډي په څلورو ولسواليو کې پلې کېږي او د سلګونو جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه هم برابرېږي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته