سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ فوق‌العاده امنیتي غونده جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د لوړ پوړو امنیتي مسوولانو په ګډون د پرونۍ پېښې د څیړنې په خاطر فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې  وشوه، لومړی د کابل په پرونۍ پېښې ژوره خواشیني څرګنده شوه او د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو مسوولانو د پېښې د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.
غونډې د امنیتي مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د کابل پرونۍ پېښه له هره اړخه په جدي توګه وڅيړي او هغه کسان به چې په خپلو دندو کې یې د قانون خلاف عمل ترسره کړی دی وپيژندل شي او د هېواد د نافذه قوانینو سره سم به مجازات شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس امنیتي مسوولانو ته لارښونه وکړه چې د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه دې لا زیات تدبیرونه ونیسي او په دغه برخه کې دې هیڅ ډول هڅې ونه سمپوي.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس خاص استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په عامه اړیکو او سټراټيژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار شاه‌زمان میوندي، په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالباقي پوپل او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته