خبرونهاقتصاد

په خوست کې د ۵ چکډمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د خوست ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۵ چکډمونو د جوړېدو چارو د بشپړولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د الګاډې شیخانو، په صبریو ولسوالۍ کې د څپري درې کندې، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د وام مقبل، په دوه منده ولسوالۍ کې د آنارباغ او په تڼیو ولسوالۍ کې د درګې ترخېلو چکډمونو د جوړولو چارې د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

سرچیني دغه راز زیاته کړې چې اوسمهال په موسی خېلو، ګربزو، باک او تریزیو ولسوالیو کې د څلورو چکډمونو د رغولو چارې به په نږدې راتلوونکي کې بشپړې شي.

د دغو چکډمونو د جوړولو موخه د اوبو د مدیریت، د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوی، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته