ښوونه او روزنه

دهيواد دښوونځيو ډير ممتاز زده کوونکي دکانکور له آزموينې پرته پوهنتونونو ته لاره مومي.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دهيواد دټولو ښوونځيو ١٧٠ تنه ممتاز فارغان دکانکور له آزموينې پرته دهيواد په دولتي پوهنتونونو کې منل کيږي .
دپوهنې وزارت دمطبوعاتو آمر عبدالصبور غفراني دباختر آژانس خبريال ته ددغه ټکي په څرګندونو سره وويل : له هغې سروې وروسته چې دپوهنې وزارت له خوا دهيواد دښوونځيو له لومړى لمبر څخه ترپنځم لمبر پورې دفارغانو دتشخيص په اړوند ترسره شوه معلومه شوه چې شمير يې نږدې څلويښتو زرو تنو ته رسيږي .
ده زياته کړه په دې خاطر چې دهغو کسانو حق چې د کانکور دآزموينې له لارې په پوهنتونونو او دلوړو زده په موسسو کې شامليږي ،تلف شوى نه وي، دپوهنې وزارت علمى شورا او دمشرتابه هيئت دلوړو زده کړو له وزارت سره په تفاهم کې وپتيله چې دښوونځيو د زده کوونکو دوروستيو دريوکلونو دنمرو په پام کې نيولو سره دهيواد دهر ولايت دښوونځيو له لومړى لمبر څخه تر پنځم لمبر پورې زده کوونکي داړوندو ولايتونو دپوهنې په رياستونو کې دآزموينې له ورکولو او له اول نمره څخه تر پنځم نمره پورې له ثابتيدو وروسته دهيواد له ولايت څخه پنځه تنه ممتاز فارغان دپوهنې درياستونو له لارې د پوهنې وزارت ته معرفي  شي.
غفراني زياته کړه چې وروسته دهيواد دټولو ولايتونو دښوونځيو اول نمره او دويم نمره دپوهنې وزارت له لارې دلوړو زده کړو وزارت ته معرفي کيږي چې دکانکور له آزموينې پرته د دوى په خوښه پوهنځيو کې شامل شي.
دغه راز دهيواد ولايتونو دښوونځيو دريم نمره څلورم نمره او پنځم نمره ګانو ددغه وزارت له لارې دلوړو زده کړو وزارت ته معرفي کيږي او دوى دکابل له طبعي پوهنتون،طبعي پوهنځيو او دانجينيرى له پوهنځيو پرته کولاى شي نورې څانګې انتخاب کړي او په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې شامل شي.
غفراني تاييد کړه په دې خاطر چې په ټول هيواد کې دښوونځيو د ډيرو ممتازرو زده کوونکو حق تلف نشي او عدالت تامين شي دپوهنې وزارت به په دې لاره کې له هيچ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته