خبرونهټولنه

په خوست کې د ۱۰۰ مړو موندل شوي هډوکي خاور ته وسپارل شول

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د ډله ییز موندل شوي قبر مړي چې شمېر یې سلو ته رسېږي، هډوکي یې نن خاورو ته وسپارل شول.

د یاد ولایت ښاروال قاري بسم الله بلال باختر خبري آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، څېړنې ښيي چې دغه ملکي کسان شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په شهادت رسول شوي چې ښځې هم په کې شاملې دي.

په ورته وخت کې بیا د سيمې اوسيدونکی حاجي منډایر منګل یاده پېښه غندي او یوه نه بخښونکي ظالمانه کړنه یې بولي.

د مسولینو په وینا یاد کسان ټول ملکیان دي،چې لومړۍ بندیان او وروسته بیا په ظلم سره په شهادت رسول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته