سیاست

جمهور رئیس غني: د ترکمنستان د دولت او خلکو په مرسته مو په تېرو دوه نیمو کالو کې د لسو کالو مزل کړی

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف پرون غرمه د ترکمنستان د جمهوري ریاست ماڼۍ کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د رسنیو استازو ته وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، خوښ یم د افغانستان جمهور رئیس د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته راغلی دی. هغه زیاته کړه، موږ په خپلمنځي کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د مرکزۍ اسیا او سیمې د وضعیت،  ستونزو او د نړۍ سولې او ثبات ته له تروریزم څخه د ور پېښو خطرونو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وکړې.
هغه څرګنده کړه، ترکمنستان او افغانستان په دې نظر دي چې د نړۍ ستونزې باید له سیاسي او د مذاکراتو له لارې حل شي، ځکه جنګ او اختلافات د حل لاره نه ده.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، د ټاپي پروژې کارونه به په ټاکلي وخت ترسره شي. هغه له جمهور رئیس څخه د دغې پروژې د ملاتړ او په دې برخه کې د مرستې له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه اتامراد – اقینه د اورګاډي کرښه چې تېر کال پرانیستل شوه د افغانستان په خاوره کې به یې غځولو ته ادامه ورکړو.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، ترکمنستان کې نوي سټېشنونه جوړ او ظرفیت ایجاد شوی او موږ کولی شو افغانستان ته د برېښنا صادرات څو برابره زیات کړو.
نوموړي د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو د وصل په برخه کې مهم رول لري او نور هېوادونه دې له دغه موقعیت څخه د فرصت په توګه ګټه واخلي.
ښاغلي محمدوف څرګنده کړه، په نومبر میاشت کې په عشق اباد کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو نړیوال کنفرانس جوړېږي چې د ۷۲ هېوادونو استازي به په کې ګډون او پر مهمو طرحو بحث وکړي.
هغه وویل، د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتو فرصتونو ته په پام به نوي مسیرونه ایجاد او ورڅخه استفاده وشي. ځکه موږ په دې برخه کې ښه پوتنشیل او ظرفیت لرو. د افغانستان په سرحدي سیمو کې به سوداګریز مرکزونه پرانیزو.
قربانقلي بردي محمدوف د هېواد جمهور رئیس ته بلنه ورکړه چې په پلازمېنه عشق اباد کې د اسیایي رزمي لوبو د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، دا به یوازې نړیواله سیالي نه، بلکې د هېوادونو د سیاسي او اجتماعي اړیکو په برخه کې یوه مهمه پېښه وي.
نوموړي ترکمنستان ته د جمهور رئیس غني په سفر خوښي وښوده او دا یې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښه بېلګه وبلله هغه زیاته کړه، موږ ښه ګاونډیتوب، دوستانه اړیکو او د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته ژمن یوو او همدارنګه یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین هیله څرګنده کړه.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د رسنیو استازو ته د وینا پرمهال د افغانستان د دولت، ملت، خصوصي سکتور او ملي شورا په استازیتوب د ترکمنستان جمهور رئیس، دولت او خلکو څخه د تاوده هرکلي او کوربه توب له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس د افغانستان او ترکمنستان اړیکو ته په اشارې وویل، د ترکمنستان د دولت او خلکو په مرسته مو په تېرو دوه نیمو کالو کې د لسو کالو مزل کړی او دا مو ټولو ته ثابته کړه چې ننګونې په فرصتونو بدلولی شو او اوس باید له پنځه تر پنځوس کاله لیدلوری ایجاد کړو.
جمهور رئیس غني وویل، ترکمنستان افغانستان ته د ښه ګاونډي، فرصت او ارتباطي پل په سترګه ګوري او د  ترکمنستان جمهور رئیس څخه یې له دې امله مننه وکړه چې ټاپي پروژه یې له نظر څخه په عمل بدله کړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان خلکو د دغې پروژې د پرانیستلو تود هرکلی وکړ او همدارنګه یې پر افغانستان ستاسو اعتماد او پانګونه د جشن په توګه ونمانځله.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې اقتصادي همکارۍ د هېوادونو او ملتونو تر منځ واټنونه له منځه وړي، د نږدېوالي او اړیکو د ټینګښت زمینه برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان ګډ سرحد د  سیمه ییزه همکارۍ په نمونه بدل شوی.
جمهور رئیس وویل، د بادغیس ولایت او اړوندو سرحدي ولسوالیو خلکو ته دا ښه خبر دی چې له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا به یې کورونه رڼا کړي او د دوی ژوند به مثبت بدلون ومومي.
جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د افغانستان ښه همکار او مدافع وباله چې  په نړیوالو او سیمه ییزو بحثونو کې د افغانستان د موقعیت ارزښت مطرح کوي.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د ترکمنستان جمهور رئیس ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، تاسو دوه ځله دمخه هم افغانستان ته راغلي یاست او ستاسو هر ځل راتګ د هیله مندۍ او تحرک لامل کېږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته