خبرونهټولنه

په خوست کې دوو کورنیو له یوې پېړۍ دښمنۍ وروسته روغه وکړه

کابل، سلواغي ۲۳مه، باختر

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني د ولسوالۍ مقام په انګړ کې د ځايي مسولینو ، دیني عالمانو او قومۍ مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

دغه دښمني چې د حقوقي لانجې له امله یوه پیړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، ترمنځ یې یو تن وژل شوی و، چې بالاخره د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسیده.

بلخوا د عارف شاه خان دخي او حاجي ګل بنده خیل کورنۍ چې ترمنځ یې یاده دښمني رامنځته شوي، په تېرو کړونو خواشیني دي، په خبره یې په راتلونکې کې به د ورورولۍ ژوند کوي.

د خوست په بېلابېلو ولسوالۍ کې په تیر کې د ګڼ شمېر کورنیو ترمنځ زیاتې دښمنۍ رامنځته شوي، چې له امله یې وخت نا وخت مرګ ژوبله هم رامنځته کیږي.

غوښتنې دا دي چې دا ډول دښمنیو د له منځه وړلو لپاره دې هلې ځلې لا ګړندۍ شي څو په دې سره له کورنیو څخه د غم ټغر پورته شوی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته