فرهنګ

دخواخوږۍ پيغام

-کابل / د وږي ٢٣مه /باختر: د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر نور احمد کريمي د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام په ژورې خواشينۍ سره مو د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر نور احمد کريمي د ناڅاپي مړينې خبر ترلاسه کړ. نور احمد کريمي د هرات د لرغونې اوتاريخي ولايت ځوان فرهنګي، رسانه يي، خلاق او نوښتګر شخصيت و. هغه له اتو کلونوراپديخوا د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر په توګه دنده ترسره کړه او له دولتي دندې برسېره د دوربين د فرهنګي او څېړنيز مرکز بنسټ اېښودونکى و او په ليکوالۍ کې يې هم ځانګړي مهارتونه درلود. ارواښاد کريمي په کابل کې د مطبوعاتو د سترنندارتون د جوړولو يو نوښتګر و او د دغه جالب او له محتوا ډک نندارتون په جوړولوکې له هرات او د اطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې له خپلو همکارانو سره يوځاى نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې او دغه نندارتون په ښه اوبريالى ډول د کابل ښار په بابر بڼ کې جوړشو. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د نور احمدکريمي فرهنګي او رسانه يي کارونو ته د قدر په سترګه ګوري اود هغه ناڅاپي مړينه يوه ضايعه بولي او د الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت کورنى، خپلوانو، د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې د هغه همکارانواود فرهنګ او رسنۍ د برخې ټولو فعالانو ته د صبر او زغم هيله کوي. ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته