کابل، د غبرګولي١٦مه، باختر
په جوزجان کې ۵۴ یتیمانو او اړمنو کورنیو د کار وسایل او نغدې پیسې ترلاسه کړې.
د جوزجان د والي وياند مولانا فريدون نوري باختر اژانس ته وويل چې دغه مرستې د ځوانانو د پراختیايي موسسې له خوا او په شمال زون کې د يونیسف دفتر په مالي همکارۍ ووېيشل شوې.
هغه وويل چې پر ١٧ تنو ځوانانو د مبايل ترميمولو، خياطۍ او ترکاڼۍ وسايل ووېشل شول چې ارزښت يې ٥١٠ زره افغانۍ کېږي او په ٣٧ نورو کسانو هم مرسته ترلاسه کړه په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
\ ذ