نړۍ

بلجيم آلمان ته دشپږو تنو افغان پناه غوښتوونکو دستنولو اجازه ترلاسه نه کړه.

بروکسل- دويچه ويله – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
په بلجيم کې په ښکا ره شک اوترديد شتون لري چې په آلمان کې دپناه غوښتوونکو استوګنه په مناسب ډول ترسره کيږي.
په همدې دليل ددغه هيواد حکومت آلمان ته له پنځو ماشومانو سره يې ديوې افغان ميرمنې د بيرته ستولو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
دبلجيم حکومت دمهاجرت په باب داختلافاتو په چاروکې ددغه هيواد ملي شورا منع کړې ده چې د اروپا اتحاديې چې دپناه غوښتنې دقوانينو له مخې يوه افغانه ميرمن له ماشومانو سره يې د آلمان فدرالي جمهوريت ته وليږډوي دغې پريکړې ته په پاملرنې سره ويل شوي دي ، پوره ډادنشته چې دغه افغانه کورنۍ تر انساني شرايطو لاندې په آلمان کې داستوګنې مناسب ځاى په واک کې ولري.
ټاکل شوې وه دغه افغان ميرمن له ماشومانو سره يې آلمان ستنه کړى شي.
ځکه هغوى پخواهم په آلمان کې دپناه غوښتنې اجازه درلوده .
د اروپا داتحاديې د دوبلين دموافقه ليک له مخې هغه هيواد دلومړي ځل لپاره دهر پناه غوښتوونکي دپناه غوښتنې دپرمخبيولو مسووليت لري چې يو پناه غوښتوونکى دلومړي ځل لپاره دپناه غوښتنې غوښتنليک ورکړى وي او ثابته کړي چې يو تن دلومړي ځل لپاره دغه هيوادته داروپا د اتحاديې خاورې ته ننوتى وي.
دبلجيم حکومت دجمعې په ورځ ددغې قضيې په وړاندې خپل اعلام وکړ او ويې ويل چې په غوښتنليک بيا کتنه کوي.
په مقابل کې د آلمان د حکومت دپناه غوښتوونکو دچارو مسوول تئو فرانکن ويلي دي آلمان د دې لپاره چې پناه غوښتوونکي په مناسب ډول په استوګنځيو کې ځاى پرځاى کړي او هغوى ته ښه خدمتونه ترسره شي زياتې هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته