کابل، د زمري ٢مه، باختر
د جوزجان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د روغتيايي مرکزونو له خوا د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د کولرا ناروغۍ په اړه د پوهاوي ورکولو د کمپاين په ترسره کولو سره دغې ناروغۍ زيات کمښت موندلى دى.
د جوزجان د عامې روغتيا رئيس قاري عبدالغني صميم د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغې ناروغۍ په زياتوالي سره دغه رياست د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې د پوهاوي ورکولو کمپاين ترسره کړ، چې دغه ناروغۍ کنترول او کمښت يې وموند.
د جوزجان د عامې روغتيا رئيس د څرګندونو له مخې؛ په دې کمپاين کې روغتيايي مسلکي کارکوونکو د کولرا ناروغۍ د مخنيوي او له دې ناروغۍ سره د مقابلي د لارو چارو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
د جوزجان د عامې روغتيا یو مسوول ډاکتر خالص قادري وويل؛ چې که چېرې دغه کمپاين په خپل وخت نوى ترسره شوى موږ به په ټولو ولايتونو کې د دې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو شاهدان وو.
\ ذ