-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د بدخشان د سيمه ييزو ارګانونو رياست د دغه ولايت د ځوانانو اوفرهنګيانو په همکارۍ تېره شپه په هېواد کې د سولې د پياوړتيا لپاره د بستر جوړولو ترعنوان لاندې غونډه په فيض اباد ښار کې جوړه کړه.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ په دې غونډه کې د بدخشان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار خبرې وکړې او ويې ويل چې سوله يو انساني ارزښت دى اوانسانان په ټولنه کې سولې ته زيات اړتيا لري اوکه چېر ې سوله نه وي جګړه ټولنه ورانوي .
د بدخشان د سيمه ييزو ارګانونو رياست د ولسي ملاتړ د پروګرام اجرايي مسوول حضرت وفا وويل چې د دغه شان غونډو جوړول له سولې څخه د ولسي ملاتړ لپاره اغيزمن دى او د دغه ولايت ځوانان اوفرهنګيان هلې ځلې کوي چې په هېواد کې د سولې د ملاتړ او د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره زيات فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي او له تاوتريخوالي لرې فرهنګ بايد ترويج کړي .
په دې غونډه کې يوشمېر ويناوالو وويل : اوس د دې وخت رسيدلى دى چې د ټوپک ځاى فرهنګ او هنر ونيسي چې هېواد له جګړې څخه وژغورل شي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل