خبرونهاقتصادټولنه

په جوزجان کې د اوبو د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شو

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو په قوش تېپې او درزاب ولسواليو کې د اوبو د دوو کوچنیو بندونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس قاري عبدالغني شریفي وايي چې دغه بندونه د کرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه جوړېږي چې چارې به یې نږدې راتلوونکې کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د بندونو په ساتنه او پالنه یې ټینګار وکړ
دغه بندونه په دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا، د وچکالۍ د مخنيوي او د کروندګرو د اوبو د کمښت د ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.
په پام کې ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د جوزجان ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې دې ته ورته ۱۰ بندونه د روان کال تر پایه پلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته