خبرونهاقتصاد

په تورخم کې د حیواني او کرنیزو توکو د قرنطین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د کب ۲۱مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د تورخم په بندر کې د حیواني او کرنیزو توکو د قرنطین ودانۍ چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په دې اړه وویل:«د تورخم حیواني او کرنیز قرنطین ودانۍ چې د اسلامي امارت په ۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې حیواني او نباتي لابراتوارونه، اداري خونې، تشنابونه، پخلنځي او ۲۱۶ مترو په اوږدوالي فینس وال لري.

محمد زیاته کړه د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د نړۍوال سوداګریز مرکز د قوانینو مطابق د نړۍ سره د ښه تعامل پر بنآ صادرات او واردات ترسره کېږي.

نوموړي څرګنده کړه د قرنطین د نورو برخو فعالېدو سره به د تورخم بندر له لارې واردېدونکو حیواني او کرنیزو محصولاتو نمونې د تشخیص په موخه اخیستل کېږي او هغه حیواني او کرنیز توکي، چې له افغانستان څخه صادرېږي د نړیوالو اصولو له مخې چک او سرټفیکیټ به ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته