خبرونهورزش

په تخار کې د وزلوبې نهم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د تخار ولایت مرکز تالقان کې د ۴۵ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې نهم پړاو سیالۍ د نهو غوره چاپندازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې پهلوان صبغت الله، پلهوان اسماعیل، پهلوان شمس الله، پهلوان سمیع الله، پهلوان خالدار، پهلوان ذبیح الله، پهلوان غلام، پهلوان نجیب او پهلوان بصیر هغه غوره نهه ورزشکاران او چاپندزان دي، چې د وزلوبې یاد نهم پړاو سیالیو کې وټاکل شول.

دغه ریاست د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ملي لیګ ته د زیات چمتووالی ښودلی دی.

د یادونې وړ ده، چې ورزشکارانو ته بېلابېلې ډالې هم ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته