خبرونهټولنه

په تخار کې ‌د واده په مراسمو کې خوړو څلوېښت تنه مسموم کړي

کابل، د ثور ۲۶ مه، باختر

د تخار د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون مازیګر شاوخوا پنځه بجې د دغه ولایت د چاه آب ولسوالۍ په تخن آباد کلي کې د واده په مراسمو کې د ناپاکو خوړو د خوړلو له امله د زوم په ګډون ۴۰ تنه مسموم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټول مسموم شوي کسان در درملنې په موخه د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په پېښه کې د لاس لرلو په تور د پخلي کوونکي په ګډون درې تنه نیول شوي او پلټنې ترې پيل شوې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته