Uncategorized

په بلخ کې د (شبنم څاڅکي) شعري ټولګې مخکتنه وشوه

کابل /د لېندۍ ۳۰مه /باختر
د بلخ په فردوسي کتابتون کې د ځوان شاعر روح الله روحانی د (شبنم څاڅکي) شعري ټولګې مخکتنه وشوه.
دغه شعري ټولګه چې ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوې ده د شاعر سل غزلونه په کې چاپ شوي دي .
دا د بلخ د شاعر او خبریال روح الله روحانی لومړنۍ شعري ټولګه ده چې د شمال خپرندویه ټولنې چاپ کړې ده. شعرونه یې پښتو دي او منځپانګه یې مینه، هېواد او روزنیز او ادبي دي .
بلخي شعر پېژندونکی غلام رسول ملکزي د مخکتنې په مراسمو کې وویل چې باید د ژبې د ودې او بډاینې په خاطر د ادبي اثارو راټولولو لپاره هلې ځلې وشي.
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي ذبيح الله روحاني په افغانستان کې د اشغال پای ته رسېدو ته په اشارې وويل چې اوس په هېواد کې د دې وخت را رسېدلى چې ټول د فرهنګ او ادب د ودې، بډاينې او د زده کړې د پرمختګ او د معاصروعلومو د زده کړې په خاطر د نړۍ له نورو هېوادونوسره جوخت حرکت وکړو.
په مراسمو کې پروفيسور ډاکټر وکيل متين او ذبيح الله اختري د فرهنګ او ادب د ودې پر لاروچار خبرې وکړې.
ج.ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته