خبرونهاقتصادټولنه

په بدخشان کې ۷ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې ۷ کیلومتره نوی سړک چې چارې یې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سړک د پرانیستلو پرمهال د شغنان ولسوال مولوي رحمان الدین رحماني وویل چې دغه سړک د یادې ولسوالۍ په در مارخت سیمه کې د آغاخان دفتر په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونو او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی چې ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري.

رحماني زیاته کړه، چې د دغه سړک په اوږدو کې یو پنځه متره کانکریټي پُل هم جوړ شوی، چې د څلورو کلیو اوسېدونکي له دغه سړک څخه په مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته