خبرونهامنیت

په بدخشان کې ۱۷۰۴ کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د بدخشان د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري نیول شوي ۱۷۰۴ کیلوګرامه بېلاېبل ډوله نشه يي توکي وسوځول شول.

د یادو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت د عامه اړیکو مسوول احسان الله ګامګار وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبیو د اسلامي امارت له راتګ تر دې دمه د ۱۴۵ عملیاتو په لړ کې ۱۷۰۴ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي وو چې نن وسوځول شول.

ګامګار زیاته کړه چې د یادو توکو په تړاو ۱۶۷ تنه نیول شوي او د قانونو منګولو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته