کابل باختر دزمري دمياشتې ١٤ :
دوه تنه وسله وال مخالفين په مقر ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو مخالفينو د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مرکز بريد وکړ. په دې جګړه کې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې له څوساعته جګړې وروسته مخالفينو د سر د زيان په زغملو سره له سيمې څخه خواره واره شول او د دوو تنو ډار اچوونکو مړي په سيمه کې پاتې دي.
په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ