کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د یوه نوي سړک د رغولو چارې چې څو کلي سره نښلوي د ځايي خلکو له لوري یې چارې پيل شوې.
د یاد سړک د چارو د پیل پرمهال د جرم ولسوال مولوي محفوظ الله همدرد وویل چې دغه سړک د درې کیلومترو په اوږدوالي او ۵ متره سور سره د سنګلاخ له کلي څخه تر یباب کلي پورې رغول کېږي.
همدرد زیاته کړه چې دغه سړک په جوړېدو سره به زرګونه کورنیو ته د تک راتګ آسانتیاوې برابرې شي.