کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
د کنسرن مؤسسې او د ناروې کمیټې پرون د بدخشان په کشم او زیباک ولسوالیو کې له ۱۹۵۷ اړمنو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړه.
د بدخشان له طبعیي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري باخترآژانس ته وویل چې د کنسرن مؤسسې د کشم ولسوالۍ او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ د کشم ولسوالۍ په جیم درې، پلیران او د شت خورک کې پر۱۱۰۰ کورنیو مرسته ووېشله په خبره یې پر هرې کورنۍ ۱۰۹۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د ناروې کمېتې د دغه ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د وروستیو وچکالیو او طبیعي پېښو له امله پر۸۵۷ زیانمنو شویو کورنیو پر هرې کورنۍ ۶۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې.
د یادونې وړ ده بدخشان یو غرنی ولایت دی چې طبیعي پېښې تل په دغه ولایت کې له خلکو قرباني اخلي.
ع